لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 15
د پکتيکا ولايت له ګيان ولسوالۍ نه د دښمن په 5 پوستو د وسلوال بريد خبر ورکړل شو چې 4 يې په بشپړه توګه فتحه شوې.
د راکړل شوي خبر په اساس د اسلامي امارت مجاهدينو بيګا شپه 10 بجې د يادي شوی ولسوالۍ په مني کنډو سيمه کې د ګوډاګۍ اردو په پنځو پوستو بريد پيل کړ چې سپکي او درنې وسلې پکې وکارول شوې.
بريد چې کابو درې ساعته يې دوام درلود په تر څ کې يې 4 پوستې په مکمل ډول فتحه شوې او د 1 پوستې ودانۍ ته هم پوره زيان واوښت.
د بريد له امله په پوستو کې د دښمن 12 تنو عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او 15 نور يې شدید ټپيان شوي دي، مجاهدين وايي په پوستو کې يې د دښمن 1 زغروال ټانګ او 2 رېنجرموټر په بشپړه توګه سوزولي او دغه راز يې ګڼ نور نقليه وسائط ويجاړ او له منځه وړي دي.
مجاهدينو په پوستو کې 3 ميله راکټ لانچر، 3 ميله پيکا ماشيندار، 5 ميله کلاشنکوفونه او يو ګڼ شمېر نوري وسلې او مهمات د غنيمت په توګه ترلاسه کړل.
د دښمن په متقابلو ډزو کې د اسلامي امارت 2 مجاهدين ټپيان شوي خو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
2014-01-20
افغانستان